په کندهار کې طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ د محمدجان اغا کاریز په سیمه کې یې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د کندهار د کلیو د بیارغونې او
پراختیا رئیس ملا دوست محمد سعید د پروژې د پیل په مراسمو کې ویلي، چې یاد چکډېم
د وچکالۍ د اغېزو د کمولو په موخه جوړېږي.
د هغه په وینا، د چکډېم له جوړېدو سره به شاوخوا سیمې د اوبو له امله
ابادې شي او د دښتو اوبه به هم مهارې شي.
په کندهار کې طالبانو د کلیو د
بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، دغه چکډېم به ۵۳
متره اوږدوالی او پنځه متره لوړوالی ولري او د شاوخوا ۳۶ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.
چکډېمونه د باراني اوبهخونو او سیلابي اوبو د مهارولو او زېرمه کولو
لپاره جوړېږي او په وچو سیمو کې د ځمکو د خړوبولو، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو
او د کرنیزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره مهم رول لري.
کندهار هم د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله له اغېزمنو ولایتونو څخه
دی. په دغه ولایت کې د اوبو د سرچینو د مدیریت او د باراني اوبو د زېرمه کولو
لپاره د چکډېمونو جوړول کولای شي د کرنې او مالدارۍ لپاره د اوبو د لاسرسي په
برخه کې مرسته وکړي.