Search

سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف پر اوسپنیزه پټلۍ ۵۵ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي

News image
11 زمری 1405 - 11:55

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک وايي، سوداګریز بانکونه د یوې طرحې له مخې د هرات ـ مزارشریف د ۶۵۷ کیلومتره اوسپنیزې پټلۍ پر جوړولو شاوخوا ۵۵ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي.

یاد بانک د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پانګونه د تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال له مهمو موضوعاتو څخه وه او د افغانستان بانک، مالیې وزارت او د طالبانو د اقتصادي مرستیالۍ د یوه ګډ میکانیزم له مخې به د سوداګریزو بانکونو په مشارکت ترسره شي.

د سرچینې په وینا، د دغه میکانیزم له بشپړېدو سره به د یادې پانګونې د عملي کېدو زمینه برابره شي.

د هرات ـ مزارشریف اوسپنیزه پټلۍ له هرات څخه پیلېږي او تر مزارشریف پورې غځېږي. د افغانستان بانک په وینا، دغه پروژه نه یوازې د افغانستان لپاره د یوه مهم اقتصادي دهلېز ارزښت لري، بلکې د افغانستان له لارې ایران او ترکیه هم د منځنۍ اسیا له هېوادونو او چین سره نښلوي.

د هرات ـ مزارشریف اوسپنیزې پټلۍ پروژه د افغانستان د شمال او لوېدیځ ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا لپاره له مهمو طرحو څخه ګڼل کېږي. د دې پټلۍ په جوړېدو سره به د هېواد له لوېدیځو سیمو څخه د شمال پر لور د توکو د لېږد زمینه اسانه شي او افغانستان به د سیمې له اوسپنیزو او سوداګریزو دهلېزونو سره لا ډېر ونښلول شي.