د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس ډاکټر عبدالحی قانت د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د دغه هېواد د ستراتیژیکو نوښتونو د ملي انسټیټیوټ له رئیس عادل بېک اوولو شومکار بېک سره د سیاسي، اقتصادي او علمي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ویلي، په دې لیدنه کې، په بشکیک
کې د طالبانو د سفارت سرپرست عبدالشکور حقاني هم ګډون درلود.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سیاسي،
اقتصادي، علمي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا، د څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د تجربو د
تبادلې، سیمهییزو تحولاتو او د متقابلو ګټو پر موضوعاتو خبرې وکړې.
د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز د معلوماتو له مخې، عبدالحی
قانت په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، د طالبانو د بهرني سیاست، اقتصادي
همکاریو او د علمي اړیکو د پیاوړتیا په اړه معلومات وړاندې کړل او د ګډو څېړنو او
ستراتیژیکو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
په ورته مهال، عادل بېک اوولو شومکار بېک د افغانستان او قرغزستان
ترمنځ د علمي، اقتصادي او فکري همکاریو ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د
څېړنیزو مرکزونو ترمنځ دوامدارې اړیکې د متقابل تفاهم او سیمهییزې همکارۍ لپاره
مهمې دي.
د راپور له مخې، د لیدنې په پای کې دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو د
لا پیاوړتیا او د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.