Search

امریکا د یوې افغانې ښځې د ایستلو لپاره د ترهګرۍ ځانګړې محکمې ته لومړنۍ عریضه وړاندې کړه

News image
9 زمری 1405 - 08:09

د امریکا د عدلیې وزارت د امریکا د بهرنیو ترهګرو د ایستلو ځانګړې محکمې (ATRC) ته د یوې ۴۷ کلنې افغانې ښځې د ایستلو لپاره لومړنۍ عریضه وړاندې کړې ده. دغه وزارت ادعا کوي چې نوموړې د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ټاکنو په ورځ د داعش د یوه ډله‌ییز برید په پلان کې ونډه لرله.

د امریکا د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، نظیره حاجي‌زاده، چې د ټکساس ایالت د فورټ ورت ښار اوسېدونکې ده، د روانې اوونۍ په پیل کې نیول شوې او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۳۰مه، پنج‌شنبه په واشنګټن ډي سي کې د یادې محکمې د مشرې قاضي جوان اېن اریکسن مخې ته حاضر شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د نوموړې د ایستلو غوښتنلیک د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۵مه ثبت شوی دی. په دغه غوښتنلیک کې ادعا شوې چې نوموړې د خپل زوی عبدالله حاجي‌زاده او زوم نصیر احمد توحیدي له هغه پلان څخه ملاتړ کړی و چې هدف یې د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ټاکنو په ورځ په ګڼو کسانو برید او هغوی ته د مرګ‌ژوبلې اړول وو.

د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټاډ بلانچ ویلي، دا لومړی ځل دی چې د عدلیې وزارت د داعش اړوند ترهګرۍ د یوې قضیې په تړاو د یوه بهرني وګړي د ایستلو لپاره له دې ځانګړې محکمې کار اخلي.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) مشر کاش پټیل ویلي، دا قضیه د هغو بهرنیو وګړو د ایستلو په برخه کې یو مهم ګام دی چې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن دي.

د عدلیې وزارت د محکمې د اسنادو په حواله ویلي، نصیر احمد توحیدي او عبدالله حاجي‌زاده د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۷مه وروسته له هغې ونیول شول چې د FBI له یوه پټ مامور څخه یې وسلې او مهمات واخیستل.

د راپور له مخې، عبدالله، چې د نیول کېدو پر مهال ۱۷ کلن و، د بالغ کس په توګه یې پر جرم اعتراف کړی او په ۱۵ کاله بند محکوم شو. د هغه د اعتراف له هوکړې سره سم، نوموړی به د بند تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته واستول شي او د خپلې محکومیت او ایستلو پر وړاندې یې د استیناف ډېری حقونه هم پرېښي دي.

په ورته مهال، ۲۸ کلن نصیر احمد توحیدي د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۳مه د داعش د ملاتړ، دغې ډلې ته د مادي امکاناتو د برابرولو د هڅې او د ترهګرۍ اړوند وسلو د جرمونو په تور پر خپل جرم اعتراف کړی. خو تر اوسه یې سزا نه ده ټاکل شوې.

د محکمې د اسنادو له مخې، توحیدي منلې چې د ۲۰۲۴ کال د جون او اکتوبر ترمنځ یې له لږ تر لږه یوه بل کس سره د داعش په استازیتوب د دوو AK-47 کلاشینکوفونو، ۵۰۰ مرمیو او ۱۰ شاجورونو د ترلاسه کولو پلان جوړ کړی و، څو د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵مه یا شاوخوا په همغو ورځو کې یو ډله ‌ییز برید ترسره کړي.

د عدلیې وزارت ویلي، پلټنو ښودلې چې توحیدي د داعش له یوه همغږي کوونکي سره د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو په اړه اړیکې درلودې.

د وزارت په وینا، دغې کورنۍ په ۲۰۲۴ کال کې د برید د لګښتونو د برابرولو لپاره خپل شخصي وسایل، لکه فرنیچر، کمپیوټرونه، یو ګرځنده ټیلیفون او دوه موټر پلورلي وو. همدارنګه، نظیرې حاجي‌زادې د کور د پلور قرارداد هم لاسلیک کړی و.

د شکایت له مخې، کورنۍ د برید له پلان څخه لږ مخکې د نظیرې او ماشومانو لپاره کابل ته د یو طرفه الوتنې ټکټونه هم اخیستي وو، خو عبدالله او نصیر احمد توحیدي په دغه سفر کې شامل نه وو.

د امریکا د بهرنیو ترهګرو د ایستلو ځانګړې محکمه (ATRC) په ۱۹۹۶ کال کې د امریکا د کانګرس له خوا جوړه شوې، څو حکومت وکولای شي هغه بهرني وګړي چې ترهګر بلل کېږي، په چټک ډول له امریکا وباسي.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، په دې قضیه کې د ملي امنیت څانګې، د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI)، د امریکا د مارشالانو خدمت، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE)، د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې (HSI) او د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) په ګډه همکاري کړې ده.دا لومړی ځل دی چې د امریکا د عدلیې وزارت د ATRC له ځانګړې محکمې څخه د یوه بهرني وګړي د ایستلو غوښتنه کوي.