Search

د ازبکستان پلاوي له طالب چارواکو سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کوي

News image
4 زمری 1405 - 11:38

د طالبانو د رئیس الوزرا د دفتر عمومي رئیس عبدالواسع د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه یوف په مشرۍ راغلي پلاوي ته هرکلی ویلی دی.

د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، ملا عبدالواسع نن (یکشنبه) سهار وختي د ازبکستان پلاوي ته هرکلی ووایه.

د فطرت په وینا، دغه پلاوی به د طالبانو د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د کانونو او پټرولیم له وزیر ملا هدایت الله بدري، د کرنې له وزیر عطاءالله عمري او د ټولګټو چارو له وزیر ملا محمد عیسی ثاني سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

نوموړی پلاوی تېره ورځ کابل ته رسېدلی، چې د ازبکستان د خصوصي سکټور استازي هم ورسره مل دي. ټاکل شوې دواړه لوري د افغان ـ ازبک سوداګریز کنفرانس هم جوړ کړي.

افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره پر بېلابېلو پروژو خبرې کړې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ، سوداګریزو دهلېزونو او سیمه‌ییز اتصال موضوعات د همکاریو له مهمو برخو څخه بلل کېږي.