ډیویچ ویله (DW) راپور ورکړی چې د جرمني په پلازمېنه برلین کې یوه کس د همجنسبازانو پر یوې راټولې شوې ډلې موټر وروستی چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د همجنسبازانو یوه ډله په یوه ځای کې راټوله شوې وه او یو موټر پرې ور وخوت.
ویل شوي چې د ټپیانو له ډلې د یو شمېر کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
پولیسو ویلي چې د موټر چلوونکي د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه او لامل نه دی روښانه شوی او چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
په وروستیو کلونو کې په جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو کې ورته پېښې هم شوې دي چې له امله یې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.