بي بي سي راپور ورکړی چې، یو ۲۱ کلن افغان ځوان په بریتانیا کې وروسته له هغه په دوه کاله بند محکوم شو چې د انګلیس کانال د اوښتو پر مهال یې د ګڼې ګوڼې لرونکې کوچنۍ کښتۍ په چلولو سره د لسګونو کډوالو ژوند له خطر سره مخ کړی و.
د راپور له مخې، بصیر رحمت الله د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۲مه (پنجشنبه) د کانټربري د شاهي محکمې له لوري تر هغې وروسته په دوه کاله بند محکوم شو چې د سمندري سفر پر مهال یې د نورو کسانو د ژوند د خطر سره د مخامخ کولو جرم ومانه.
بي بي سي ویلي، رحمت الله له ۵۳ نورو کډوالو سره په یوې له حده ډېرې ډکې بادي کښتۍ کې سفر کاوه. څارنوال بین وایلد محکمې ته ویلي چې د څارنیزو کمرېو ثبتونو ښودلې، رحمت الله تر دوو ساعتونو ډېر وخت کښتۍ چلولې ده.
د نوموړي مدافع وکیلې کیرا وینیل محکمې ته ویلي، رحمت الله په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه تښتېدلی او د ښه ژوند د موندلو په هیله بریتانیا ته تللی دی. هغې زیاته کړې چې نوموړي د دغه سفر لپاره خپلې ټولې سپما مصرف کړې او غواړي په بریتانیا کې د پناه غوښتنه وکړي.
د دفاع وکیلانو استدلال کړی چې رحمت الله په خپله خوښه د کښتۍ کنټرول نه و اخیستی. د وینیل په وینا، د انسان قاچاق کوونکی چې کښتۍ یې چلوله، له کښتۍ ټوپ وهلی او بل قاچاق کوونکي هم کنټرول پرېیښی و، نو ځکه رحمت الله د کښتۍ چلولو ته اړ شوی و، ځکه بل څوک دې کار ته نه حاضرېده.
قاضي اېډمونډ فاولر د حکم د اعلان پر مهال ویلي، بادي کښتۍ له ټاکلي ظرفیت څخه ډېره ډکه وه او لږ تر لږه یو سپرلۍ د ژغورنې واسکټ نه درلود. هغه دا هم ویلي چې رحمت الله هغه مهال له انجن څخه لیرې شو او پر ځمکه کښېناست چې د بریتانیا د سرحدي ځواکونو بېړۍ ورنږدې شوه.
محکمې ته ویل شوي چې رحمت الله مخکې په بریتانیا کې نه کومه جنايي مخینه لرله او نه هم د کډوالۍ اړوند کومه سابقه.
بي بي سي زیاته کړې چې بریتانیا د سمندري سفر پر مهال د نورو د ژوند د خطر سره د مخامخ کولو جرم د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په میاشت کې د سرحدي امنیت د نویو قوانینو له مخې نافذ کړی دی.
د بریتانیا د کډوالۍ د پلي کوونکو ادارې چارواکي سټیو بلېکویل ویلي، دا نوی جرم د هغو کسانو د عدلي تعقیب لپاره یو مهم قانوني وسیله ګرځېدلې چې د کوچنیو کښتیو په خطرناکو سفرونو کې لاس لري.
د اکسفورډ پوهنتون د کډوالۍ د څار بنسټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د انګلیس کانال د اوښتو پر مهال ۱۶۲ کسان مړه شوي دي.