د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د دغه وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د یوه پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر کړی دی.
د وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، صاحبزاده د سفر پر مهال د
اوزبیکستان د وسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس ظفر نزرلوف سره کتلي دي.
د حقشناس په وینا، د دې لیدنې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسپنې
پټلۍ په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو پیاوړتیا، د ګډو پروژو تعقیب او د زېربنایي
پروژو د پلي کېدو بهیر ګړندی کول وو.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغان ټرانس پروژې د
سروې او امکانسنجۍ د چارو د پیل، افغانستان ته د هرات – مزارشریف د وسپنې پټلۍ د
سروې او امکانسنجۍ د اسنادو د سپارلو، د حیرتان – مزارشریف د وسپنې پټلۍ د څلورم
بندر په ساحه کې د تاسیساتو، اضافي ګدامونو او فرعي پټلیو د جوړولو، او همدارنګه د
حیرتان له لارې د رېل پټلۍ د لېږد رالېږد د زیاتوالي په اړه خبرې شوې دي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو د وسپنې پټلۍ په برخه کې د دوهاړخیزو
همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د توکو د لېږد رالېږد پر
زیاتوالي او سوداګرو او پانګهوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار
کړی دی.