Search

په کندهار کې د فاو په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د یو چک ډېم د جوړولو چارې پیل شوې

News image
31 چنګاښ 1405 - 10:46

په کندهار کې د طالبانو  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ د شاولیکوټ ولسوالۍ د سوزنیانو په کلي کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه چک ډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د یاد ریاست په وینا، د دې پروژې د جوړولو چارې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۳۱مه، سه‌شنبه پیل شوې او ټاکل شوې په یوه کال کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د فاو استازو ویلي، چې یاد چک ډېم به ۱۳۷ متره اوږدوالی، ۹۳ متره پلنوالی او ۱۱ متره لوړوالی ولري. د دوی په وینا، دغه چک ډېم به د ۸۲ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري او د ۴۳ زره او ۶۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه به برابره کړي.

د سرچینې په وینا، د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.