Search

عزیزي ګروپ: د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید وسایل به ژر افغانستان ته ولېږدوو

News image
31 چنګاښ 1405 - 10:22

د عزیزي ګروپ رئیس میرویس عزیزي ویلي، چې دغه شرکت په افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ټول تخنیکي وسایل پېرلي او ډېر ژر به یې هېواد ته د لېږد چارې پیل کړي.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، میرویس عزیزي او د هغه تخنیکي ټیم دا څرګندونې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۳۱مه، سه‌شنبه د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند سره په لیدنه کې کړې دي.

عزیزي ویلي، چې شرکت یې په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د یوه ځانګړي روغتون د جوړولو چارې هم پیلوي.

د خبرپاڼې له مخې، عزیزي ګروپ په دې غونډه کې په افغانستان کې د خپلو روانو او پلان شویو پروژو راپور هم وړاندې کړی دی. د راپور پر بنسټ، د کابل په نغلو او د پروان په باریک‌آب کې د ۱۰۰-۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، او په غزني کې د ۱۳۱ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پروژو د امکان‌سنجۍ او پېر تړونونه لاسلیک شوي دي.

همدارنګه، په تخار کې د ډبرو سکرو څخه د ۱۶۵ مېګاواټه او په بغلان کې د ډبرو سکرو څخه د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا د تولید، د نغلو او غزني د سب‌سټېشنونو د جوړولو او د کابل له تره‌خېل څخه تر صنایع سبز پورې د برېښنا د انتقالي لین د غځولو په اړه خبرې روانې دي، چې د سرچینې په وینا، ټاکل شوې ژر وروستۍ شي.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وینا، ملا عبدالغني برادر اخند له عزیزي ګروپ غوښتي، چې یادې پروژې په ټاکلي وخت او د لازم کیفیت له معیارونو سره سم بشپړې کړي.