Search

طالبان: پرون تر ۶۰۰ ډېرې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

News image
30 چنګاښ 1405 - 13:09

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، پرون له ایران او پاکستان څخه تر ۶۰۰ ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د شمېرو له مخې، له دې ډلې ۵۱۸ کورنۍ د تورخم، ۳۳ کورنۍ د سپین بولدک، ۱۵ کورنۍ د اسلام‌کلا او ۵۰ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو لارې له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر دې یوه ورځ وړاندې هم ۵۷۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته راستانه کېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر دې وړاندې ویلي وو چې د ۲۰۲۵ میلادي کال (۱۴۰۴ هجري شمسي) له پیل راهیسې شاوخوا ۳.۳ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.