د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي اداره وايي، د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د نننیو سېلابونو له امله ۲۰ کسان وژل شوي، ۸۰ تنه ټپیان شوي او تر ۱۰۰ زیات کسان لادرکه دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، یادې شمېرې وروستۍ نه دي او د
ژغورنې او لټون عملیات لا هم دوام لري.
د حماد په وینا، دغو سېلابونو ګڼ شمېر دولتي ودانیو، استوګنیزو کورونو
او کرنیزو ځمکو ته هم درانه زیانونه اړولي دي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د طبیعي
پېښو، په ځانګړي ډول ناڅاپي سېلابونو، له زیاتېدو سره مخ شوی دی. ملګرو ملتونو او
مرستندویه ادارو څو ځله خبرداری ورکړی چې د هېواد غرني ولایتونه د سختو بارانونو
او سېلابونو پر وړاندې ډېر زیانمن دي. د دغو ادارو په وینا، د بېړنیو ژغورنیزو
امکاناتو محدودیت او د زیربناوو کمزورتیا د طبیعي پېښو د مرګژوبلې او زیانونو کچه
لا پسې لوړوي.