په خوست کې ځايي سرچینې وايي، ناپېژانده وسله والو د دغه ولایت په مرکز کې د کي پي ایف ځواکونو یو پخوانی غړی، ننګیالی چې په لالو مشهور و، وژلی دی.
سرچینو ویلي، پېښه (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۷مه،
شنبه) د خوست ښار د ۱۲۰۰ فامیلو په سیمه کې
رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، ننګیالی د پخواني حکومت له سقوط وروسته له خپلو
درېیو وروڼو، چې هغوی هم د کي پي ایف
غړي وو، له خپلو کورنیو سره امریکا ته تللی و، خو شاوخوا یوه اوونۍ
وړاندې بېرته خوست ته راستون شوی و.
سرچینې زیاتوي، نوموړی د خوست د متون ولسوالۍ د حبشخېلو سیمې اصلي
اوسېدونکی و او جنازه یې پرون (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۸مه، یکشنبه) په همدې
سیمه کې خاورو ته سپارل شوې ده.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د برید
مسؤلیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
KPF یا د خوست ولایتي ځواکونه د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) په ملاتړ رامنځته شوي وو.
د دغو ځواکونو غړي د خوست
اوسېدونکي وو او د پخواني حکومت پر مهال یې د امریکا په ملاتړ ځانګړي امنیتي
عملیات ترسره کول.
د راپورونو له مخې، د دغې قطعې شمېر شاوخوا اووه زره کسانو ته رسېده،
خو د استخباراتي او ملکي کارکوونکو دقیق شمېر یې نه دی څرګند شوی.