د فاریاب د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د یادې قومندانۍ په وینا، دغه پېښه پرون (د ۱۴۰۵
کال د چنګاښ ۲۸مه، یکشنبه) ماسپښین د یوه
ټراکټور او کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. سرچینې د پېښې لامل د موټرچلوونکو
بېاحتیاطي بللې ده.
د سرچینې په خبره، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې تېره ورځ هم په بلخ او خوست
ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان
شوي وو.