Search

فراه او جوزجان کې ترافیکي پېښو دوه کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

News image
24 چنګاښ 1405 - 12:36

د طالبانو د فراه او جوزجان امنیه قوماندانۍ وايي، په دغو دوو ولایتونو کې د بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

یادو قوماندانیو نن (چهارشنبه) په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، یوه پېښه د فراه ولایت د خاک‌سفید ولسوالۍ د ننګ‌آباد په سیمه کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې او بله پېښه د جوزجان ولایت د خانقاه ولسوالۍ د شوراریغ په سیمه کې د بلخ ـ جوزجان پر لویه لاره د یوه پریوس ډوله موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

د سرچینو په وینا، د دواړو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې ترافیکي پېښې هر کال په افغانستان کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي. د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي اصولو نه مراعات، بې‌احتیاطي او له ټاکلي سرعته تېز موټر چلول د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.