د طالبانو د هرات ښاروالۍ وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره یې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۸۰ سترو پراختیايي پروژو د پلي کولو پلان جوړ کړی دی.
د هرات ښاروالۍ مسؤلینو د دغو پروژو په اړه په یوه خبري غونډه کې
ویلي، د ټولو پروژو ټولیز ارزښت شاوخوا یو میلیارد افغانۍ دی، چې لګښت به یې د
ښاروالۍ له خپلې بودجې څخه ورکړل شي.
د مسؤلینو په وینا، له دغو پروژو څخه ۲۷
پروژې عملي کار ته سپارل شوې، ۲۵
پروژې د تدارکاتو په پړاو کې دي او ۱۸
نورې پروژې د سروې او تخنیکي اسنادو د چمتو کولو په پړاو کې قرار لري.
دوی ویلي، په دغو پروژو کې د سړکونو جوړول، د سوداګریزو زېرګذرونو،
سوداګریزو او اداري ودانیو جوړول، د استنادي دېوالونو رغول، د سړکونو د روښانتیا
سیستم، د اوبو لګولو کانالونه او د هرات ښار د دوو نویو ناحیو لپاره د تفصیلي پلان
جوړول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې هرات د افغانستان له مهمو اقتصادي او سوداګریزو
ښارونو څخه دی. په وروستیو کلونو کې په دې ښار کې د سړکونو، ښاري زېربناوو او
خدماتي پروژو د پراختیا لپاره یو شمېر پروژې پیل شوې، چې موخه یې د ښاري خدمتونو
ښه کول، د ترافیکي ستونزو کمول او د ښار د چټکې پراختیا اړتیاوو ته ځواب ویل دي.