Search

یونسکو: د مهارتونو پراختیا د افغانستان د ځوانانو لپاره د غوره فرصتونو رامنځته کولو لپاره اړینه ده

News image
24 چنګاښ 1405 - 11:26

د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) د ځوانانو د مهارتونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د مهارتونو زده کړه کولای شي د افغانستان د ځوانانو لپاره نوي فرصتونه او پیاوړې راتلونکې رامنځته کړي.

یونسکو په خپره کړې اعلامیه کې د کاناډا، اروپایي ټولنې، د سویډن د نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې (Sida)، د نړیوال بانک ډلې، یونیسف افغانستان او یونیسف له هغو ملاتړونو مننه کړې چې په افغانستان کې یې د مهارتونو د پراختیا له پروګرامونو سره کړې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې پر مسلکي او مهارتي زده‌کړو پانګونه د ځوانانو د وړتیا لوړولو او د کار بازار ته د هغوی د چمتو کولو لپاره مهمه ونډه لري.

یونسکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ځوانان د کار د فرصتونو له کمښت او مسلکي زده‌کړو ته د محدود لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده، چې د چنګاښ ۲۴مه هر کال د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ نمانځل کېږي. ملګري ملتونه وايي، د ځوانانو د مهارتونو پراختیا د بې‌کارۍ د کمولو، اقتصادي ودې او دوامدار پرمختګ لپاره مهمه ده، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې ځوانان د کار او زده‌کړو له محدودو فرصتونو سره مخ وي.