د بشري حقونو څار سازمان (Human Rights Watch) له امریکايي چارواکو غوښتي چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي پلي کوونکو ادارې (ICE) په توقیف کې د وژل شوي افغان پناهغوښتونکي، محمد نظیر پکتیاوال، د مړینې بشپړ عدلي راپور خپور او د دې پېښې په اړه دې شفافه څېړنه ترسره کړي.
یاد سازمان ویلي، محمد نظیر پکتیاوال، چې ۴۱ کلن او د شپږو ماشومانو پلار و او په افغانستان کې یې له امریکايي پوځ سره همکاري کړې وه، د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۴مه په ټکساس ایالت کې د ICE له لوري تر نیول کېدو لږ تر ۲۴ ساعتونو وروسته مړ شو. د هغه د مړینې سند بیا ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۴مه، یعنې له ۱۰۳ ورځو وروسته خپور شو.
د بشري حقونو څار سازمان پر ICE نیوکه کړې چې د پکتیاوال تر مړینې وروسته یې هغه «مجرم ناقانونه کډوال» بللی، حال دا چې نوموړی په هېڅ جرم نه و محکوم شوی او د بشردوستانه اجازې (Humanitarian Parole) له لارې، په افغانستان کې له امریکايي پوځ سره د کلونو همکارۍ وروسته، په قانوني ډول امریکا ته داخل شوی و.
دغه سازمان زیاته کړې چې د پکتیاوال د پناه غوښتنې دوسیه لا هم تر غور لاندې وه، ځکه د امریکا حکومت د ۱۴۰۴ کال د لړم په میاشت کې د افغان پناهغوښتونکو د دوسیو بهیر ځنډولی و.
د راپور له مخې، پکتیاوال د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۳مه د خپل کور مخې ته هغه مهال ونیول شو، چې خپل ماشومان یې ښوونځي ته د بیولو چمتووالی نیوه. د هغه کورنۍ ویلي، نوموړی د ساه لنډۍ ناروغي لرله او په یوه تنفسي سپرې (Inhaler) یې تکیه کوله، چې مېرمنې یې غوښتل د نیولو پر مهال ورته وسپاري.
د ICE په وینا، پکتیاوال وروسته د ساه لنډۍ او د سینې د درد شکایت وکړ، روغتون ته ولېږدول شو او بله ورځ هلته ومړ.
د بشري حقونو څار سازمان ویلي، د پکتیاوال مړینه په داسې حال کې شوې چې د ICE په توقیف کې د مړینو شمېر په بېساري ډول زیات شوی دی. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي له میاشتې څخه د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ تر ۳مې پورې د ICE په توقیف کې ۵۴ کسان مړه شوي دي.
سازمان پر ICE دا نیوکه هم کړې چې د توقیف په مرکزونو کې د مړینو او د بندیانو د طبي پاملرنې اړوند معلومات پر وخت نه افشا کوي.
د بشري حقونو څار سازمان ویلي، که څه هم د پکتیاوال مړینه «تصادفي» بلل شوې، خو دې پرېکړې لا نورې پوښتنې راولاړې کړې دي. د سازمان په وینا، امریکايي چارواکو د هغه د کورنۍ، د بشري حقونو د ملاتړو ډلو او د کانګرس د غړو له پرلهپسې غوښتنو سره سره، تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره کړي.
یاد سازمان له امریکايي چارواکو غوښتي چې د محمد نظیر پکتیاوال بشپړ عدلي راپور دې خپور کړي او دا یې د شفافیت او حسابورکونې لپاره یو مهم ګام بللی دی.