د کندهار د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید وايي، د کندهار ښار د لویې ویالې په سیمه کې، نازک کوټۍ ته نږدې، یوې ښځې خپل مېړه په چاقو وژلی دی.
د هغه په وینا، دغه پېښه پرون (شنبه، د ۱۴۰۵
کال د چنګاښ ۲۰مه) غرمه رامنځته شوې او یاده ښځه تر پېښې
وروسته له یوه بل کس سره تښتېدلې ده.
اسدالله جمشید ویلي، د پېښې د لامل د معلومولو او د تورنې ښځې د نیولو
لپاره پلټنې روانې دي.
د معلوماتو له مخې، د دې جوړې له واده شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوې وې
او د دواړو لورو کورنۍ وايي چې د مېړه او مېرمنې ترمنځ کومه څرګنده ستونزه نه وه.