Search

په بلخ کې د مولانا جلال‌الدین بلخي درېیم ملي نندارتون پرانېستل شو

News image
21 چنګاښ 1405 - 10:48

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې په بلخ ولایت کې د «مولانا جلال‌الدین بلخي» درېیم ملي نندارتون پرانېستل شوی دی.

د یاد وزارت په وینا، دغه نندارتون پرون (شنبه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۰مه) پرانېستل شو او د درېیو ورځو لپاره به په ۱۷۰ غرفو کې بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او له بهرنیو پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د سرچینې په وینا، دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، بازارموندنې، د پانګونې د راجلبولو او د کورنیو تولیدي ظرفیتونو د معرفي کولو په موخه جوړ شوی دی.