Search

شمالي کوریا د ناټو وروستۍ غونډه وغندله؛ وایي د اټومي بې‌وسلې کولو بهیر دې له امریکا او متحدانو یې پیل شي

News image
21 چنګاښ 1405 - 08:16

شمالي کوریا د ناټو وروستۍ غونډه غندلې او ویلي یې دي چې د اټومي بې‌وسلې کولو بهیر باید له امریکا او د هغې له متحدانو څخه پیل شي.

رویټرز راپور ورکړی چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت امریکا او د هغې متحدان د ناټو تر وروستۍ غونډې وروسته د پوځي ائتلافونو په پراخولو او د وسلو د سیالۍ په زیاتولو تورن کړي دي.

د راپور له مخې، پیونګ‌یانګ ویلي چې ناټو د شمالي کوریا فعالیتونه د ګواښ په توګه معرفي کوي او د پوځي همکاریو په پراخولو سره په سیمه کې کړکېچ لا زیاتوي.

دغه څرګندونې د ناټو له وروستۍ غونډې وروسته شوې دي؛ هغه غونډه چې د دغه ائتلاف چارواکو پکې د پوځي تجهیزاتو او دفاعي صنایعو د پېرلو په برخه کې د څه باندې ۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د هوکړو د لاسلیک خبر ورکړ.

شمالي کوریا همداراز ویلي، د لوېدیځو هېوادونو هغه هڅې چې غواړي دغه هېواد خپل اټومي پروګرام پرېږدي، ناکامې شوې دي. د دې هېواد په وینا، د اټومي بې‌وسلې کولو هر بهیر باید د امریکا تر ملاتړ لاندې د سویلي کوریا او جاپان احتمالي اټومي پروګرامونه، او همدارنګه د ناټو د ځینو غړو هېوادونو اټومي ترتیبات هم په بر کې ونیسي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه هېواد به د خپل حاکمیت او امنیتي ګټو د ساتنې لپاره خپل اټومي ظرفیتونه، هم د شمېر او هم د کیفیت له پلوه، لا پیاوړي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په وروستیو میاشتو کې څو ځله د خپل هېواد د پوځ پر عصري کولو او د پوځي وړتیاوو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.