Search

امریکا د ایران پر وړاندې د بریدونو درېیم پړاو پیل کړی

News image
21 چنګاښ 1405 - 07:53

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې امریکايي ځواکونو په روانه اوونۍ کې پر ایران د بریدونو درېیم پړاو، په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ تر برید وروسته، پیل کړی دی.

سنتکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د M/V GFS Galaxy په نوم پر هغې کانټینري بېړۍ، چې د قبرس بیرغ یې درلود، هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال برید کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه برید کې د بېړۍ یو ملکي عمله غړی ورک شوی او بېړۍ د اورلګېدنې او د ماشین خونې د سخت زیان له امله د خپل سفر د دوام توان نه لري.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، ایران تر دې وړاندې هم پر سوداګریزو بېړیو له بریدونو وروسته فرصت درلود چې د شته تفاهم‌لیک ژمنو ته ژمن پاتې شي، خو یو ځل بیا یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

سنتکام زیاته کړې، امریکا د دې لپاره چې د ایران وړتیا د سوداګریزو بېړیو او ملکي سمندري کارکوونکو پر وړاندې د بریدونو په برخه کې راکمه کړي، خپل پوځي عملیات دوام ورکوي.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې دغه نوي عملیات د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د اعلی قوماندان په امر ترسره شوي دي.