Search

د بنګله‌دېش ډیپلوماټه رباب فاطمه په افغانستان کې د یوناما نوې مشره ټاکل شوې ده

News image
19 چنګاښ 1405 - 13:27

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوټرېش، د بنګله‌دېش تجربه‌کاره ډیپلوماټه رباب فاطمه (Rabab Fatima) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) د نوې مشرې او د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه ټاکلې ده.

رباب فاطمه له درېیو لسیزو څخه ډېره تجربه د نړیوالې ډیپلوماسۍ، بشري حقونو، پراختیا او سولې د جوړونې په برخو کې لري. نوموړې دا دنده په داسې وخت کې پر غاړه اخلي چې افغانستان له بشري، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی. هغه په دې مقام کې د روزا اوتونبایوا ځای ناستې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د نوې استازې په توګه تر ټاکل کېدو مخکې، رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د عالي استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړې په ۲۰۲۰ کال کې د UNICEF د اجرائیوي بورډ مشره وه او په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د سولې د جوړونې د کمېسیون لومړۍ ښځینه مشره وټاکل شوه.

رباب فاطمې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د بنګله‌دېش د دایمي استازې په توګه دنده ترسره کړې او تر هغې مخکې یې په جاپان کې د خپل هېواد د سفیرې په توګه هم کار کړی دی.

نوموړې خپلې لوړې زده‌کړې د اسټرالیا د Canberra University او د امریکا د Tufts University – Fletcher School of Law and Diplomacy څخه د نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ په برخه کې بشپړې کړې دي.

د یوناما مشري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم ډیپلوماټیک او سیاسي ماموریت ګڼل کېږي. دا اداره د سولې، بشري مرستو، بشري حقونو، سیاسي تعامل او پراختیایي همغږۍ په برخو کې فعالیت کوي.

رباب فاطمه په داسې وخت کې د یوناما مشري پر غاړه اخلي چې افغانستان د بشري مرستو، اقتصادي ستونزو، د کډوالو د بېرته ستنېدو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په برخو کې له مهمو ننګونو سره مخ دی.