رویټرز راپور ورکړی چې د منځني ختیځ د نفتو د عرضې د احتمالي ګډوډۍ په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، د نفتو نړیوالې بیې نن (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۱۹مه) لوړې شوې او د اوونیزې ودې د ثبتېدو پر لور روانې دي.
د راپور له مخې، د برېنټ خامو نفتو بیه ۱۹ سنټه، یا ۰.۲۵ سلنه، لوړه شوې او هر بېرل یې ۷۶.۴۹ امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی. همدارنګه، د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) خامو نفتو بیه هم ۱۹ سنټه، یا ۰.۲۶ سلنه، لوړه شوې او هر بېرل یې په ۷۲.۲۷ امریکايي ډالرو پلورل شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د برېنټ نفتو بیه شاوخوا شپږ سلنه او د امریکا د خامو نفتو بیه نږدې پنځه سلنه لوړه شوې ده.
د شنونکو په وینا، د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د ګډوډۍ له امله د نړۍ د نفتو د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
سره له دې، بازارونه لا هم هیله لري چې دواړه لوري به بېرته د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي، او همدې هیلو د نفتو د بیو د لا زیاتې لوړېدو مخه نیولې ده.
راپور زیاتوي، د هرمز تنګي له لارې د نفتلېږدوونکو بېړیو تګ راتګ لا هم په جدي توګه محدود دی. له جګړې مخکې، د نړۍ د نفتو او ګازو شاوخوا ۲۰ سلنه ورځنی لېږد د همدې سمندري لارې له لارې ترسره کېده.
د ANZ بانک د توکو د بازار ستراتیژیست ډنیل هاینز ویلي، بازار تر یوه بریده د امریکا د حکومت له هغې پرېکړې ډاډمن شوی چې د ایران د انرژۍ بنسټونه به په نښه نه کړي، او همدې موضوع د نفتو د بیو د لا زیات لوړوالي مخه نیولې ده.