Search

ریچارډ بېنېټ د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې د رسمیت پېژندنې او دوامدار ملاتړ غوښتنه وکړه

News image
17 چنګاښ 1405 - 14:32

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، د کرکټ د کلنۍ عمومي غونډې له پیلېدو سره هم‌مهاله د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې د رسمیت پېژندنې او د دې لوبډلې د مالي ملاتړ د دوام غوښتنه کړې ده.

بېنېټ نن (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۱۷مه) په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي، د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډله د ۱۴۰۰ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، خو لا هم د اړوندو کرکټ ادارو له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې او ټاکل شوې د دې لوبډلې مالي ملاتړ د زمري په میاشت کې پای ته ورسېږي.

هغه د ښځینه افغان فوټبالرانو د ملاتړ لپاره د فیفا اقدام ته په اشارې ویلي، د کرکټ مسؤلې ادارې هم کولای شي د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره ورته لاره خپله کړي.

ریچارډ بېنېټ ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې په رسمیت پېژندل او له هغې څخه د ملاتړ دوام، لږ تر لږه هغه اقدام دی چې باید ترسره شي.