Search

برهم صالح: بشري مرستې د افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي

News image
17 چنګاښ 1405 - 08:50

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، برهم صالح، ویلي چې افغانستان په یوه حساس پړاو کې قرار لري او د ۱۴۰۲ کال له پیل راهیسې د څه باندې شپږ میلیونه افغانانو بېرته ستنېدو پر کوربه ټولنو دروند فشار راوستی دی.

هغه دا څرګندونې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له مشر الکساندر ډي کرو سره د بېرته ستنېدونکو ټولنو د لیدنې پر مهال کړې دي.

برهم صالح په ایکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د دغه سفر پر مهال یې له بېرته ستنېدونکو، کوربه ټولنو، ښځو او نجونو سره لیدلي او د افغانستان د خلکو ستونزې او په ورته وخت کې یې زغم او مقاومت له نږدې لیدلی دی.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلونکي بیارغونه ثبات، د ټولنې د ټولو قشرونو ګډون او ټولو وګړو ته د ونډې اخیستو د فرصتونو برابرولو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، د ښځو او نجونو لپاره د فرصتونو پراخول یوازې د بشري حقونو موضوع نه ده، بلکې د افغانستان د ثبات، هوساینې او د خلکو د مقاومت د پیاوړتیا لپاره هم بنسټیز اهمیت لري.

برهم صالح له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان هېر نه کړي او زیاته کړې یې ده، که څه هم بشري مرستې لا هم حیاتي ارزښت لري، خو یوازې دا مرستې د افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

هغه ویلي، د خوندیتوب، د معیشت، بنسټیزو خدمتونو او بېرته ستنېدونکو ته د فرصتونو په رامنځته کولو کې پانګونه کولی شي هغوی سره مرسته وکړي چې خپل ژوند بېرته ورغوي او د افغانستان د لا باثباته راتلونکي په جوړولو کې ونډه واخلي.