Search

د روسیې په بریدونو کې ۲۸ اوکراینیان وژل شوي

News image
16 چنګاښ 1405 - 11:47

رویټرز راپور ورکړی چې د روسیې د پراخو توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د اوکراین په پلازمېنه کییف او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د اوکراین چارواکي وایي، دغو بریدونو د دغه هېواد د هوايي دفاعي سیستمونو کمښت په ډاګه کړی دی.

د راپور له مخې، روسي ځواکونو د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۵مه سهار وختي پر کییف او شاوخوا سیمو توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

راپور وایي، ژغورونکې ډلې لا هم د نړېدلو ودانیو تر کنډوالو لاندې د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅې کوي.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، دې هېواد ونه توانېد چې د روسیې له لوري توغول شوي ۲۳ بالستیک توغندي شنډ کړي.

د اوکراین د چارواکو په وینا، د امریکا جوړو پېټریاټ دفاعي توغندیو د زېرمو کمېدو د هوايي بریدونو پر وړاندې د دغه هېواد دفاعي وړتیا کمزورې کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي له لوېدیځو متحدانو غوښتي چې اوکراین ته نور هوايي دفاعي سیستمونه ورکړي. هغه ویلي، اوکراین د بالستیک توغندیو د مخنیوي لپاره بېړنۍ اړتیا دفاعي توغندیو ته لري.

زلېنسکي د ناټو له راتلونکې غونډې مخکې هم د اوکراین د دفاعي وړتیا د پیاوړتیا لپاره د قوي پرېکړو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، اوکرایني چارواکو ویلي چې په وروستیو بریدونو کې په کییف کې نږدې ۳۰ ودانیو ته سخت زیان اوښتی او د زاپوریژیا او سومي په سیمو کې هم د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو شمېر کسان وژل شوي دي.

بلخوا، د روسیې دفاع وزارت ویلي، په دغو بریدونو کې د اوکراین پوځي تأسیسات، د انرژۍ بنسټونه او پوځي هوايي ډګرونه په نښه شوي دي.

مسکو ویلي، دا عملیات د لرې واټن ویشتونکو او دقیقو وسلو په کارولو ترسره شوي دي.