د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په داسې حال کې د بدخشان ولایت واخان او پامیر سیمو ته سفر کړی، چې په وروستیو کې د طالبانو ترمنځ د داخلي اختلافاتو او کړکېچ د زیاتېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مجاهد د خپل دغه سفر پر مهال د بدخشان ولایت له بېلابېلو ولسوالیو او د چین، تاجکستان او پاکستان سره له سرحدي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د دفاع وزیر د زیباک، اشکاشم، کران او منجان ولسوالیو ترڅنګ، د واخان توپخانې او د پامیر سیمې هم کتلي دي.
دغه وزارت د سفر د موخې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د ځینو کړیو ترمنځ، په ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې، د داخلي اختلافاتو د زیاتېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. همداراز، ځینې راپورونه د بدخشان له سیمهییز قوماندان جمعهخان فاتح سره د اختلافاتو ادعا هم مطرح کوي، خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.