ټاکل شوې چې د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه سبا د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۵مه (دوشنبه) د جرمني له مونیخ ښار څخه کابل ته ولېږدول شي او په خپل هېواد کې خاورو ته وسپارل شي.
د سرچینو په وینا، د نوموړي د جنازې د لېږد چارې د طالبانو د بهرنیو
چارو، دفاع او ټرانسپورټ وزارتونو په همغږۍ او همکارۍ ترسره کېږي. د هغه له کابل
ته تر رسېدو وروسته به په همدې ورځ د جنازې لمونځ ادا او د هېواد په خاوره کې به
خاورو ته وسپارل شي.
عبدالاحد مومند د ۱۴۰۵ کال د
چنګاښ په ۳۱مه (د ۲۰۲۶ کال د جون ۲۱مه) په جرمني کې د
سرطان ناروغۍ له امله ومړ.
عبدالاحد مومند د افغانستان لومړنی او یوازینی ستورمزلی و، چې په ۱۳۶۷ کال کې یې د پخواني شوروي اتحاد د فضايي پروګرام له لارې فضا ته سفر
وکړ. نوموړي د افغانستان د علمي او فضايي تاریخ یوه مهمه څېره ګڼل کېږي او د هغه
فضايي سفر د هېواد په تاریخ کې یو مهم علمي او تاریخي پړاو بلل کېږي.