Search

اوچا: جګړو د افغانستان د ملکي وګړو ژوند او رواني روغتیا سخت اغېزمنه کړې

News image
14 چنګاښ 1405 - 09:36

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، وسله‌والې جګړې یوازې کورونه او بنسټیز تأسیسات نه ویجاړوي، بلکې د ملکي وګړو ژوند او رواني روغتیا هم په جدي ډول اغېزمنوي.

اوچا په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، ماشومان د دغو جګړو له امله تر ټولو ډېر رواني زیان ویني.

دې ادارې ټینګار کړی چې ملکي وګړي باید د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې تل خوندي وساتل شي او د جګړو او وسله‌والو نښتو قربانیان نه شي.

اوچا د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پاکستان د وروستیو بریدونو د اغېزمنو سیمو د اوسېدونکو له قوله ویلي، له دغو پېښو وروسته یې د ژوند ارامي له منځه تللې ده.

د دغو اوسېدونکو په وینا، هر لوړ غږ په هغوی کې د بریدونو د بیا تکرار وېره راژوندۍ کوي، او په ځانګړې توګه ماشومان د الوتکو د غږ په اورېدو سخت وېرېږي.

اوچا په داسې حال کې د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کوي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو نښتو او هوايي بریدونو له امله ګڼو کورنیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د جګړو رواني اغېزې، په ځانګړي ډول پر ماشومانو، د بشري بنسټونو د اندېښنې وړ ګرځېدلې دي.