د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې په استانبول کې یې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي، دفاعي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
اردوغان ویلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو بدلونونو او نړیوالو مسئلو خبرې شوې دي.
د هغه په وینا، ترکیه له هر هغه اقدام څخه ملاتړ کوي چې د ترینګلتیاوو د کمېدو او د ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافونو د حل لامل شي.
هغه همداراز ویلي، انقره د اسرائیل هغه اقدامات له نږدې څاري چې د ده په وینا، د اسلاماباد د دریځ د کمزوري کولو په موخه ترسره کېږي.
د ترکیې ولسمشر زیاته کړې، دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د خپلمنځي سوداګرۍ کچه به پنځه میلیارده امریکايي ډالرو ته لوړه کړي او په انرژۍ، ترانسپورټ، ستراتیژیکو کانونو او معلوماتي ټکنالوژۍ برخو کې به خپلې همکارۍ پراخې کړي.
اردوغان ټینګار کړی چې د ترکیې او پاکستان ترمنځ دفاعي همکارۍ هم د نویو ګډو پروژو په پلي کېدو سره د پراختیا په حال کې دي، او دا پروژې به د پاکستان د دفاعي وړتیاوو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
ترکیه او پاکستان له کلونو راهیسې نږدې سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکې لري. دواړه هېوادونه په وروستیو کلونو کې د دفاعي صنعت، سوداګرۍ، انرژۍ او سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړې دي.