Search

پاکستان کې د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۴۰ کسان وژل شوي

News image
12 چنګاښ 1405 - 12:28

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې له مسافرو ډک بس د لویې لارې څخه اوښتی او یوې ډبرینې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

راپور وایي، دغه پېښه د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۲مه (جمعه) سهار د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو ترمنځ پولې ته نږدې، د دانا سر په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند ویلي، بس په چټکۍ روان و چې موټرچلوونکي پرې کنټرول له لاسه ورکړ او موټر کندې ته ولوېد.

د هغه په وینا، په بس کې نه یوازې خپل مسافر سپاره وو، بلکې د یوه بل خراب شوي بس مسافر هم پکې ځای پر ځای شوي وو، چې له امله یې بس له خپل ظرفیت څخه ډېر ډک شوی و.

رند زیاته کړې، د ژغورنې ډلې د قربانیانو د ایستلو او د وژل شویو د هویت د تثبیت چارې پر مخ وړي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې، د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده. هغه اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې ټپیانو ته غوره طبي خدمات وړاندې کړي.

په پاکستان کې د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي قوانینو کمزوری پلي کېدل او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، په ځانګړي ډول په غرنیو سیمو کې، د خونړیو ترافیکي پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.