د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ایران ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره د کابل او تهران ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، ډیپلوماټیکو همکاریو او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي او اقتصادي
همکاریو پر پراختیا، د ګډو اړیکو پر پیاوړتیا او د متقابلو همکاریو پر دوام ټینګار
کړی دی.
متقي او د طالبانو د رئیسالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
اخند د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۲مه (پنجشنبه) سهار ایران
ته د دغه هېواد د پخواني مذهبي مشر آیتالله علي خامنه یي په جنازه کې د ګډون لپاره لاړل.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ په وروستیو میاشتو کې
سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
دواړه لوري د سوداګرۍ، ټرانزیټ، اوبو، کډوالو او سرحدي همکاریو په
ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه دوامدارې خبرې اترې کوي، او د دواړو هېوادونو
چارواکي د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کوي.