د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ترکیې یوه خصوصي شرکت په افغانستان کې له کثافاتو څخه د برېښنا د تولید او د برېښنايي تاسیساتو د بیارغونې په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
د دغه شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکیې د N.K.Y
شرکت مرستیال، هاقاس بوس، د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رئیس، ملا
عبدالحق همکار، سره په لیدنه کې د یادې پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالحق همکار د ترکي پلاوي هرکلی کړی او د
یادو پروژو د عملي کېدو لپاره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د سرچینې په وینا، هاقاس بوس ویلي، د دوی شرکت د کثافاتو څخه د برېښنا
د تولید او د برېښنايي تاسیساتو د بیارغونې په برخه کې د نړۍ په شاوخوا ۲۰
هېوادونو کې فعالیت لري او غواړي په افغانستان کې هم په دې سکټور کې پانګونه وکړي.