Search

ملګري ملتونه: تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیمایي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

News image
11 چنګاښ 1405 - 09:38

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام (UN-Habitat) ویلي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان له هر دوو کسانو څخه یو په ښارونو کې ژوند وکړي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د افغانستان ډېری ښارونه دا مهال د ښاري کېدو د چټک بهیر د مدیریت لپاره چمتو نه دي او د زیربناوو او ښاري خدمتونو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام ټینګار کړی، که د مناسب، خوندي او د لاسرسي وړ د استوګنې چاپېریال رامنځته کول لومړیتوب وګرځول شي، نو داسې ښارونه به جوړ شي چې ټول اوسېدونکي به پکې د ژوند له مناسب کیفیت څخه برخمن وي.

دغه پروګرام همداراز د دوامدار پرمختګ د ۱۱م هدف (SDG 11)، چې پر دوامدارو ښارونو او ټولنو تمرکز لري، د پلي کېدو پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.