د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) استازي، سټیفن رودریګز، د طالبانو د افغانستان بانک له لومړي مرستیال، صدیقالله خالد، سره د کوچنیو مالي تمویلاتو د پراختیا او دوهاړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د اعلامیې له مخې، صدیقالله خالد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له فعالیتونو او د سټیفن رودریګز له هڅو مننه کړې ده.
هغه ویلي، د افغانستان بانک ژمن دی چې د کوچنیو مالي تمویلاتو د پراختیا لپاره له ملي او نړیوالو بنسټونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا، د کوچنیو مالي تمویلاتو د خدمتونو پراختیا کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې او د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
بلخوا، سټیفن رودریګز د کوچنیو مالي تمویلاتو د پیاوړتیا په برخه کې د افغانستان بانک د کارکوونکو د همکاریو ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو لورو ترمنځ همکارۍ به په دې برخه کې دوام ومومي.