Search

په امریکا کې یو افغان د ناقانونه وسلې د لرلو له امله په ۲۲ میاشتو بند محکوم شو

News image
11 چنګاښ 1405 - 08:36

د امریکا د اریزونا ایالت چارواکو ویلي، یو افغان وګړی چې په فینیکس ښار کې اوسېده، د ناقانونه وسلې د لرلو په جرم تر اعتراف وروسته په ۲۲ میاشتو بند محکوم شوی دی.

د امریکا د اریزونا ولسوالۍ د لویې څارنوالۍ د دفتر د معلوماتو له مخې، ۳۰ کلن سید حیدر نجیب د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې سزا واورېده چې د قانون له مخې یې د وسلې د ناقانونه لرلو جرم ومانه.

څارنوالانو ویلي، نجیب لږ تر لږه د (د ۲۰۱۸ کال د مارچ له ۸مې) راهیسې په غیرقانوني ډول په امریکا کې اوسېده.

د دوی په وینا، په همدې نېټه یې د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد شوی و او د امریکا د کډوالۍ یوه قاضي د هغه د ایستلو وروستۍ پرېکړه صادره کړې وه.

د امریکا د فدرالي قوانینو له مخې، هغه کسان چې په غیرقانوني ډول په امریکا کې حضور لري، په عمومي ډول د وسلو د لرلو اجازه نه لري.

د دغه قانون سرغړونه د جنايي تعقیب، بند سزا او نورو قانوني پایلو، د کډوالۍ د اجراآتو ترڅنګ، لامل کېدای شي.