Search

تېره غبرګولي میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه کم ۸۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

News image
9 چنګاښ 1405 - 12:32

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په جریان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷ زره او ۴۸۲ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، ویلي چې په دې انتقالاتو کې ۲ زره او ۵۱۷ مټریک ټنه صادرات د افغانستان څخه نورو هېوادونو ته لېږدول شوي او پاتې برخه یې د نفتي او غیرنفتي توکو واردات دي، چې له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.

د حق‌شناس په وینا، دغه انتقالات د حیرتان، آقینې، هرات–خواف او تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له لارو ترسره شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد زیاتوالی د سوداګرۍ د پراختیا، د ترانسپورټي لګښتونو د کمېدو او د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.