د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یې د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د عمومي روغتون د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، پرون د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۸مه (دوشنبه) د دغې پروژې
د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، یاد روغتون د هغو روغتونونو له ډلې څخه دی چې د
هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره جوړېږي.
د هغه په وینا، دغه روغتونونه په هغو لرې پرتو او محرومو سیمو کې
جوړېږي چې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري.
جلالي زیاته کړې، چې طالبان هڅه کوي د هېواد لرې پرتې سیمې هم له
روغتیايي خدمتونو برخمنې کړي.
تر دې وړاندې، د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې هم د ۶۳.۸
میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ۳۰ بستریز عمومي روغتون د جوړولو چارې پیل شوې وې.