رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د ستراتیژیکو نفتي زېرمو (SPR) د خامو تېلو کچه ۵.۵ میلیونه بېرله کمه شوې او ۳۲۵.۷ میلیونه بېرلو ته رسېدلې ده. دا د ۱۳۶۲ کال د غويي میاشتې د ۱۹۸۳ د مې میاشتې راهیسې تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.
د امریکا د انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کمښت د ستراتیژیکو زېرمو د دوامدارې ایستنې برخه ده، چې د واشنګټن د هغه هوکړې له مخې ترسره کېږي چې پر بنسټ یې له دغو زېرمو څخه ۱۷۲ میلیونه بېرله نفت بازار ته خوشې کېږي.
د راپور له مخې، د دې اقدام موخه د ایران له جګړې وروسته د نړیوالې انرژۍ په بازار کې د رامنځته شوي کمښت جبرانول او د سونتوکو د بیو راټیټول ښودل شوي دي.
رویټرز زیاتوي، چې په وروستیو اوونیو کې د امریکا نفتي زېرمې د صادراتو د زیاتوالي او په تصفیهخونو کې د تقاضا د لوړېدو له امله په چټکۍ سره راکمې شوې دي.
د راپور پر بنسټ، د جګړې له پیل راهیسې، چې د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې په پای (February 2022) کې پیل شوې وه، د امریکا د خامو تېلو ټولې زېرمې، چې سوداګریزې او ستراتیژیکې زېرمې هم پکې شاملې دي، ۱۱۱.۴ میلیونه بېرله کمې شوې او ۷۴۳.۳ میلیونه بېرلو ته رسېدلې دي. دا د ۱۳۶۳ کال (1984) راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ګڼل کېږي.