د جوزجان د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت پر جوزجان–فاریاب لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د جوزجان امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه د ۱۴۰۵
کال د چنګاښ په ۶مه هغه مهال رامنځته شوه چې یو «لوکسل» او یوه «سراچه» موټر سره
ټکر وکړ.
د خبرپاڼې له مخې، په پېښه کې ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره روغتون
ته لېږدول شوي دي.
سرچینې د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او
زیات سرعت بللی دی.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ترافیکي اصولو نه مراعت، چټک
موټر چلول، د سړکونو خراب وضعیت او د موټرو تخنیکي ستونزې هر کال د ګڼو ترافیکي
پېښو لامل کېږي، چې له امله یې سلګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.