Search

په بلخ کې ترافیکي پېښې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

News image
7 چنګاښ 1405 - 09:43

د بلخ د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د بلخ امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، پېښه د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۶مه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه موټر یوه نجلۍ ووهله او وروسته له کنټروله ووت او واوښت.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې هغه نجلۍ چې موټر وهلې وه، خپل ژوند له لاسه ورکړی او د موټر له سپرلیو څخه هم یو کس وژل شوی دی. همدارنګه څلور نور ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د بلخ امنیه قومندانۍ د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې په تړاو یې پلټنې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي اصولو نه مراعت، چټک موټر چلول او د موټرو تخنیکي ستونزې هر کال د ګڼو ترافیکي پېښو لامل کېږي، چې له امله یې سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیان کېږي.