Search

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبډله د سویلي اسیا سیالیو لپاره بوتان ته ولاړه

News image
7 چنګاښ 1405 - 09:20

د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس ملي لوبډله د سویلي اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۷مه د بوتان پر لور وخوځېده.

د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون ویلي، په دغو معتبرو سیمه‌ییزو سیالیو کې به ۱۵ افغان ورزشکاران د درې کسیز اداري پلاوي په ملتیا د هېواد استازیتوب وکړي.

د فدراسیون په وینا، افغان ورزشکاران به د بدن جوړونې او فټنس په بېلابېلو وزنونو او کټګوریو کې سیالۍ وکړي.

ټاکل شوې د سویلي اسیا د بدن جوړونې او فټنس اتلولۍ سیالۍ د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۹مه د بوتان په پلازمېنه، تیمفو، کې د سیمې د نږدې لسو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون پیل شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې په اسیايي او نړیوالو سیالیو کې د سرو، سپینو او برونزو ګڼ مډالونه ګټلي دي او د هېواد د بریالیو ورزشي لوبډلو له ډلې شمېرل کېږي.