رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په ونزوېلا کې د دوو پرلهپسې او ویجاړوونکو زلزلو له امله د مړو شمېر له ۱۴۰۰ کسانو اوښتی، په داسې حال کې چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا شمېرې وروستۍ نه دي او د زیانمنو سیمو له نړېدلو ودانیو څخه د مړو او ژوندي پاتې کسانو د راایستلو هڅې دوام لري.
ځایي چارواکو ویلي، له ۱۶۰۰ څخه ډېر بهرني ژغورونکي ونزوېلا ته رسېدلي او ټاکل شوې نورې ډلې هم د لا ګوایرا او د کاراکاس د ځینو سختو زیانمنو شویو سیمو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.
د راپور له مخې، په زیانمنو سیمو کې کورنۍ او رضاکاران لا هم هڅه کوي چې ژوندي پاتې شوي کسان او مړي د نړېدلو ودانیو له خاورو راوباسي، خو د درنو ماشینونو کمښت او د رسمي ژغورونکو محدود حضور د مرستو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
رویټرز زیاته کړې چې د کارابالیدا په سیمه کې، چې له تر ټولو ډېر زیانمنو شویو سیمو څخه ده، امریکایي چورلکې ژغورونکې ډلې لېږدوي او نړیوالې بشري مرستې هم په تدریجي ډول زیاتېږي.
ځایي چارواکو د لا ګوایرا سیمې ته د تګ راتګ لپاره محدودیتونه هم وضع کړي او د مرستندویه عملیاتو د اسانتیا لپاره یې پر مهمو لویو لارو امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
د راپور له مخې، که څه هم په ځینو سیمو کې د برېښنا وضعیت په تدریجي ډول ښه کېږي، خو د ونزوېلا د برېښنا شبکه لا هم د اقتصادي ستونزو او د پانګونې د کمښت له امله له پراخو برېښنا پرې کېدو سره مخ ده.
رویټرز همدارنګه ویلي چې تر ۵۵ زره ډېر کسان لا هم ورک دي او د هغوی د برخلیک په اړه معلومات نشته. د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې هم اټکل کړی چې د زلزلو د قربانیانو حقیقي شمېر ښايي تر دې هم ډېر وي.
په همدې حال کې، د امریکا متحده ایالاتو، پاپ لېو او یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ونزوېلا ته د مرستو او خواخوږۍ پیغامونه استولي او د ژغورنې له روانو عملیاتو یې ملاتړ کړی دی.
د یادونې وړ ده چې دغه دوه زورورې زلزلې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۴مه د یوې دقیقې څخه په کم واټن کې د ونزوېلا د کارابوبو ایالت او د پلازمېنې کاراکاس شاوخوا سیمې ولړزولې. د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې د دغو زلزلو شدت ۷.۲ او ۷.۵ درجې ثبت کړی و، چې له امله یې پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي او د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.