Search

بې پولې ډاکټران: په سویلي افغانستان کې د ماشومانو شدیده خوارځواکي د اندېښنې وړ زیاته شوې ده

News image
5 چنګاښ 1405 - 08:15

بې پولې ډاکټرانو ویلي چې په سویلي افغانستان کې د ماشومانو د شدیدې خوارځواکۍ پېښې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي او خبرداری یې ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت د هېواد روغتیايي سیستم کمزوری کړی او بشري وضعیت یې لا پسې خراب کړی دی.

دغه سازمان ویلي، د ۱۴۰۵ کال د وري له میاشتې څخه د چنګاښ تر میاشتې پورې په هلمند او کندهار ولایتونو کې د هغو ماشومانو شمېر چې د شدیدې خوارځواکۍ او طبي اختلاطاتو له امله یې د دوی د بستر درملنې مرکزونو ته مراجعه کړې، د تېرو درېیو کلونو د همدې مودې په پرتله په منځنۍ توګه تر ۳۰ سلنې ډېر شوی دی. د دغو ماشومانو ډېری یې له یوه کال څخه کم عمر لري.

د بې پولې ډاکټرانو په وینا، د نړیوالو بشري مرستو کمښت، پرله‌پسې وچکالۍ او د خوړو د رسولو د لړۍ ګډوډي د دې وضعیت اصلي لاملونه دي.

د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې د سویلي افغانستان د طبي چارو همغږې کوونکې، انا لیلیا باندا ویلي، ماشومان ډېر ناوخته او په داسې حال کې روغتیايي مرکزونو ته رسېږي چې د مخنیوي وړ طبي اختلاطات ورسره مل وي. د هغې په وینا، دا وضعیت د خوړو د نه خوندیتوب د زیاتېدو او د خوارځواکۍ د وختي تشخیص او درملنې د سیستمونو د کمزورۍ څرګندونه کوي.

بې پولې ډاکټرانو ویلي، متحده ایالات د ۲۰۲۵ کال تر نیمايي پورې د افغانستان د بشري مرستو تر ټولو لوی تمویلونکی و، خو وروسته یې دوه‌اړخیزې مرستې ودرولې. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، متحده ایالاتو په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د بشري غبرګون له پلان سره له ۷۳۶ میلیونه ډالرو ډېرې مرستې کړې وې، چې د غوښتل شویو مرستو ۴۵ سلنه یې جوړوله.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو په حواله، بې پولې ډاکټرانو ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه، چې ۲۰۳ ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ډلې هم پکې شاملې دي، خپل فعالیتونه ځنډولي یا یې تړلي دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې پرله‌پسې وچکالیو کرنیز تولیدات کم کړي او د خوړو نه خوندیتوب یې زیات کړی دی. همدارنګه، د سیمې د جیوپولیټیکي کړکېچونو له امله د پولو تړل کېدو د درملیزو خوړو رسونه ګډوډه کړې او د خوراکي توکو بیې یې لوړې کړې دي، چې له امله یې امیندواره ښځې او میندې مناسبې تغذیې ته په سمه توګه لاسرسی نه لري.

د بې پولې ډاکټرانو په وینا، د میندو خوارځواکي د ماشومانو پر روغتیا مستقیم اغېز لري او ډېر هغه ماشومان چې د شدیدې خوارځواکۍ له امله روغتیايي مرکزونو ته وړل کېږي، میندې یې هم په خوارځواکۍ اخته وي.

د هلمند د بست ولایتي روغتون د بې پولې ډاکټرانو په ملاتړ د تغذیې مرکز ته د ۱۴۰۵ کال د وري او چنګاښ ترمنځ له ۱۵۰۰ څخه ډېر شدید خوارځواکي ماشومان بستر شوي، چې دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله تر دوه برابره ډېر دی.

په همدې موده کې، د کندهار د تغذیې مرکز له ۵۷۰ څخه ډېر شدید خوارځواکي ماشومان منلي، خو د ظرفیت د کمښت له امله له ۳۰۰ څخه ډېر نور ناروغان نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

بې پولې ډاکټرانو ویلي، که څه هم په هلمند او کندهار کې یې د تغذیې پروګرامونه پراخ کړي، خو بشري اړتیاوې لا هم تر شته امکاناتو ډېرې دي. دغه سازمان له تمویلوونکو، روغتیايي چارواکو او بشري بنسټونو غوښتي چې د تغذیې پروګرامونو تمویل ژر بېرته پیل او د درملیزو خوړو او اړینو طبي تجهیزاتو دوامداره رسونه یقیني کړي، څو د وضعیت له لا خرابېدو مخنیوی وشي.

بې پولې ډاکټران دا مهال په افغانستان کې اووه روغتیايي پروژې پر مخ وړي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې یې د بستر درملنې د تغذیې مرکزونو ته ۹ زره او ۳۸۸ خوارځواکي ماشومان منلي او ۳ زره او ۱۶۶ نور ماشومان یې د بهرنیو ناروغانو د تغذیې په پروګرامونو کې شامل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې ګڼو نړیوالو مرستندویه بنسټونو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو هم خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو کمښت، وچکالي، بېوزلي او د روغتیايي خدمتونو محدودېدل په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې او میلیونونه ماشومان لا هم بېړنیو تغذیوي مرستو ته اړتیا لري.