Search

راشد خان او عظمت‌الله عمرزی د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي

News image
4 چنګاښ 1405 - 12:15

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان یو ځل بیا د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د غوره توپ اچوونکو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی. همدارنګه عظمت‌الله عمرزی د ۳۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د یو ورځنیو سیالیو د غوره ټولچاري لوبغاړي په توګه لومړی مقام ساتلی دی.

د تازه درجه بندۍ له مخې، راشد خان د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې په لومړي ځای کې دی، په داسې حال کې چې د پاکستان ابرار احمد دویم او د انګلستان جوفرا ارچر درېیم مقام لري.

عظمت‌الله عمرزی د یو ورځنیو سیالیو د غوره ټولچاري لوبغاړو په کتار کې لومړی ځای خپل کړی او د زمبابوې له سکندر رضا څخه مخکې دی.

بلخوا، د افغانستان بل مخکښ لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د یو ورځنیو سیالیو د غوره توپوهونکو په درجه بندۍ کې دوه مقامه شاته تللی او اوس په پنځم ځای کې قرار لري.

راشد خان د افغانستان د کرکټ له مخکښو او پېژندل شویو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي او د خپلو اغېزناکو توپ اچونو له امله یې په نړیواله کچه ځانګړی شهرت ترلاسه کړی دی. د هغه وروستۍ لاسته راوړنه یو ځل بیا د افغان کرکټ لپاره مهم ویاړ بلل کېږي.