د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټولو مخابراتي شرکتونو ته د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ تر ۷مې نېټې مهلت ورکړی، څو د انټرنېټي او غږیزو بستو هغه بیې بېرته پخواني حالت ته را وګرځوي چې په دې وروستیو کې لوړې شوې وې.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د مخابراتي شرکتونو له استازو سره په بېړنۍ غونډه کې د بیو د لوړوالي او د خدمتونو د کیفیت موضوع څېړلې ده.
په دې غونډه کې د اترا تخنیکي مرستیال، عطا محمد یاري ویلي چې د مناسبې بیې او مطلوب کیفیت لرونکو مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی د هېوادوالو اساسي حق دی او یاده اداره د مصرفوونکو له حقونو ملاتړ کوي.
هغه خبرداری ورکړی چې له دې پرېکړې څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو شرکتونو سره قانوني چلند وشي.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د مشرتابه د پرېکړې له مخې، هغو ټولو مخابراتي شبکو ته مهلت ورکړل شوی چې د خپلو بستو بیې یې لوړې کړې دي، څو نرخونه بېرته پخواني حالت ته راکم کړي.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو هېوادوالو د مخابراتي خدمتونو د بیو د ناڅاپي لوړوالي پر ضد اعتراضونه وکړل او د دغو خدمتونو د لګښتونو له زیاتوالي یې نیوکه وکړه.
د تخنیکي ارزونو له مخې، په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي بستو بیې لا هم د سیمې د ډېرو هېوادونو په پرتله لوړې دي، او کاروونکي د لوړ لګښت او ټیټ کیفیت له امله شکایتونه لري.