Search

په سرپل کې د شاوخوا ۳۰۰ کلونو پخواني اووه تاریخي اثار کشف شوي

News image
3 چنګاښ 1405 - 10:52

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په فرشقان کلان کلي کې اووه قلمه تاریخي اثار کشف شوي چې شاوخوا ۳۰۰ کاله مخینه لري.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه اثار د یاد کلي د اوسېدونکو له خوا تر موندل کېدو وروسته د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوي دي.

د سرپل والي ملا احمد شاه دین‌دوست د خلکو دا اقدام ستایلی او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د تاریخي شتمنیو د ساتنې پر وړاندې د مسؤلیت څرګندونه کوي او د خلکو د هویت او تېر تاریخ د ژوندي ساتلو لپاره مهم رول لري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي آثارو د موندنې او ساتنې هڅې زیاتې شوې دي، او مسوولان ټینګار کوي چې خلک باید د دا ډول شتمنیو په ساتنه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.