رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا ډالر نن (چهارشنبه) د نړۍ د ډېرو مهمو اسعارو پر وړاندې د تېرو ۱۳ میاشتو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، دا زیاتوالی داسې مهال رامنځته شوی چې نړیوال بازارونه د ټکنالوژۍ شرکتونو د ونډو له کمښت سره مخ شوي او پانګهوال خوندي شتمنیو ته مخه کړې ده.
رویټرز لیکلي چې د ټکنالوژۍ او نیمههادي شرکتونو په ونډو کې پراخ کمښت د دې لامل شوی چې پانګهوال، له اوږدې مودې ودې وروسته، د خپلو پانګو یوه برخه له بازار څخه وباسي.
دغه وضعیت د ډالر او د پور پاڼو (اوراق قرضه) لپاره غوښتنه زیاته کړې ده.
په راپور کې راغلي چې هممهاله، د امریکا د فدرال ریزرف له لوري د سود د کچې د لوړولو تمې هم زیاتې شوې دي. د دې بانک چارواکو د پولي سیاست په اړه په سخت دریځ خبرې کړې دي، او بازارونه په راتلونکو میاشتو کې د سود د کچې د لوړېدو احتمال لوړ ارزوي.
د دغو شرایطو په پایله کې، د ډالر شاخص د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او د یورو او جاپاني ین په څېر مهمو اسعارو پر وړاندې هم پیاوړی شوی دی.
شنونکي وايي، د ونډو په بازار کې روان بدلونونه او د امریکا پولي تګلارې ښايي په راتلونکو ورځو کې هم د ډالر پر مسیر اغېز ولري.