Search

په خلیج فارس کې د نفتو ټانکرونو کرایه نږدې دوه برابره شوې

News image
3 چنګاښ 1405 - 09:42

رویټرز راپور ورکړی چې د منځني ختیځ د نفتو د صادرونکو هېوادونو د صادراتو له زیاتوالي او په خلیج فارس کې د نفتو ټانکرونو د کمښت له امله، د هرمز تنګي او د خلیج په مسیر کې د نفتو ټانکرونو کرایه نږدې دوه برابره شوې ده.

د راپور له مخې، وروسته له هغه چې ایران تېره اوونۍ له امریکا سره د ۶۰ ورځني اوربند د هوکړې په تعقیب د هرمز تنګي عملي محاصره پای ته ورسوله، له دې اوبو لارې د کښتیو تګ‌راتګ ورو ورو بېرته پیل شوی دی.

سره له دې، د هرمز له تنګي څخه د تېرېدونکو کښتیو شمېر لا هم د ۱۴۰۳ کال د حوت له ۹مې نېټې مخکې د ورځې د ۱۲۵ کښتیو له منځني شمېر څخه کم دی.

رویټرز د بازار د اټکلونو له مخې لیکلي چې شاوخوا ۱۰۰ د نفتو ټانکرونه لا هم د خپلو بارونو سره د خلیج دننه بند پاتې دي.

دغه وضعیت، له دې سره چې د منځني ختیځ د نفتو صادرات هم زیات شوي، د شته ټانکرونو کمښت او د کرایې د بیو لوړېدو لامل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د هرمز تنګي څخه بهر د یوه د نفتو ټانکر ورځنۍ کرایه له تېرې اوونۍ د ۱۰۶ زره او ۵۰۰ ډالرو څخه ۱۹۰ زره او ۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

همداراز، د ډېر لویو د نفتو ټانکرونو ورځنی عاید د هغو بارونو لپاره چې باید د خلیج له دننه د هرمز له تنګي تېر شي، شاوخوا ۴۷۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی.

رویټرز زیاته کړې چې د منځني ختیځ د نفتو تولیدوونکو، په ځانګړي ډول د ابوظبۍ ملي نفتو شرکت، په وروستیو اوونیو کې د مناقصو له لارې د خامو نفتو عرضه زیاته کړې او له پېرودونکو یې غوښتي چې بارګیري د خلیج له دننه ترسره کړي؛ هغه اقدام چې د نفتو ټانکرونو غوښتنه یې نوره هم لوړه کړې ده.

په ورته وخت کې، سره له دې چې د کرایو بیې لوړې شوې، د کښتیو لپاره د جګړې د خطر بیمه په وروستیو ورځو کې راټیټه شوې او د کښتۍ له شاوخوا ۵ سلنه ارزښت څخه نږدې ۳ سلنې ته راکمه شوې ده.